مستیج ډنډ د سوات یو ښایسته سیمه ده. دغه ځایې ته له کالامه دولس ساعته پیدل مزل دی. سېلانیان وایي ډنډ ته یوازې تجربه کار او تکړه سېلانیان تللی شي. د سیمې سېل د نیاز احمد خان په ویډیو کې کولی شئ.
په صوابۍ کې د تماکو يوې شخصي کارخانې په لسګونو مزدوران له نوکريو لیرې کړي چې پر ضد یې مزدورانو احتجاج پېل کړی دی. په دې اړه نور تفصیل د ځلاند یوسفزي په ویډیویي راپور کې.
د پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کې د هندوانو یو مندر شاوخوا ۷۲ کاله وروسته یو وارې بیا پرانیستل شوی دی. هندوان د حکومت پر دې اقدام خوشاله دي. د اسوشيېټېډ پرېس ویډیو.
د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د اګست پر ۱۸مه د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې "اماني څېړنیز مرکز" پرانیستل شو چې پکې به د غازي امان الله خان پر فکر او هڅو څېړنې کېږي. په اړه یې ویډويي رپورټ وګورئ.
افغانستان د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه، له برتانیې بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. امیر امان الله خان هغه مهال د برتانیې ضد وسله واله مبارزه کړې وه. په دې ویډیو کې د خپلواکۍ اخیستو تاریخ ته کتنه شوې.
په افغان پلازمېنه کې د شهر دوبۍ په نوم د واده په تالار کې د اګست ۱۷مې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان ووژل او ۱۸۲ ژوبل شول.
په لکي مروت کې ځايي خلکو د مظاهرې او لاریون په ترڅ کې له پولیسو غوښتته وکړه چې د اویس په نوم د یو وژل شوي ماشوم تښتوونکي او وژونکي دې زر ونیسي.
په دې راپور کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال د برحاله چارواکو خاطرې او معلومات راټول شوي. وېډیو: لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ بیا ګټلو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت ((غازي اوونیزه)) مجله بیا خپره شوې. دا مجله ۱۰۰ کاله وړاندې د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې له خوسته خپرېده.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. عيني شاهدان وايي، په واده کې ١٠٠٠ زيات کسان موجود ول.
په دې وروستيو ورځو کې د هانګ کانک په کوڅو او هوايي ډګر د پوليسو او حکومت ضد مظاهره چيانو ترمنځ نښتې شوي دي او اوس دواړه خواوې په ولس کې جلا جلا نظرونه خپروي. پر دې اړه د امريکا غږ رېډيو او ای پي يو راپور له اسرار عالم مومنده اورو.
نور وښیئ