د اګست پر ۱۳مه لسګونو خوستیو مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې بین الافغاني خبرو اترو لپاره تیار شي. دوی چې د سولې ټیکري تر عنوان لاندې یوې برنامې کې راټولې شوې وې، دا هم وویل د جګړې دوام به ښکیلو خواوو ته په راتلونکې کې له پښېمانۍ پرته بله هېڅ ګټه په لاس ورنکړي.