په بنو کې پولیسو د جون پر۲۶مه د نشه يي توکو د استعمال مخنیوي په لړ کې غونډه وکړه چې ورته مشران، پوهان او د سیمې ولسي وګړي وربلل شوي ول. دا غونډه د ناقانونه نشه يي موادو د کارونې او قاچاق نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه. د پولیسو مشر په وینا کې وویل چې په بنو کې ګڼ ځوانان نشه يي مواد کاروي.