ترک چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې درې افغان ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي. حريت ورځپاڼه د ترک چارواکو په حواله خبر ورکوي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱ يې ژغورل شوي. احمد شاه اعظمي د رويټرز ويډيو پر اساس راپور وړاندې کوي