د چارسدې په ابازو کې د مالټو باغونه رسېدلي دي. د یو باغ مالک وايي، دا مالټې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ پنجاب ته هم وړي چې هلته په منډیو کې خرڅېږي. نور په ویډیو کې.
د افغانستان حکومت د ډېسېمبر پر ۲۱مه په خوست کې د استناف څارنوالۍ د ریاست نوې وداني پرانیسته. د دې درې پوړیزه دفتر په جوړېدو یو نیم کال وخت ولګېد. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتيجې ښيي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا انتخابات ګټلي دي. ملګرو ملتونو د دې پايلو د اعلان هرکلی کړی دی. نور حال يې په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: اې ايف پي او رويټرز
د بونیر سواړۍ بازار یو زوړ تاریخ لري چې د ځايي مشرانو په وینا ښايي د نیکونو د وخت بازار وي چې له کلونو راهیسې د هر خالي په ورځ لګېږي او له لیرې لیرې ورته کاروباریان او ګاهکان د پېر او پلور لپاره ورته رادرومي. له بونیره د شبیر جان ویډیو راپور
د افغانستان د خوست چارواکي وايي، چې د ډېسېمبر پر۱۹مه شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
د خوست چارواکي وايي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
په مردان کې د ښځو لپاره له جاپانه ډالۍ شوي اووه خصوصي بسونو کې پنځه بسونه درول شوي او یوازې له دوو بسونو کار اخیستل کېږي چې له کبله یې د لیرې پرتو سیمو مېرمنې او زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نور په ویډیو راپور کې.
د اسلام اباد خاکروبان له تېرو دوو ورځو راهيسې يو وارې بيا پر احتجاج دي او وايي، د ياد ښار ترقياتي ادارې (سي ډي اې) ورته له دوو مياشتو تنخاګانې نه دي ورکړي. په دې اړه د احمدالله ویډیو رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا وکیلانو د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د سزا په اړه د پوځ د ویاند د بیان غندنه کړې او نن یې کاربندیز کړی دی. په دې اړه د عصمت علي شاه ویډیويي رپورټ ګورئ.
۷۲ کالن انور بېګ د پیر بابا اوسېدونکی لیکوال دی چې د تاریخ، نثر او شعرونو یې۵۲ کتابونه لیکلي دي چې د (پښتانه او کسبګر په نوم پر نوی کتاب هم کار کوي. نوموړي د پیر بابا جومات په یوه کوټه کې ژوند کوي او د پیر بابا ۱۳ زوی دی.
د پاکستان يو ځانګړي عدالت ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته نن (سېشنبه) د ايین ماتولو او غدارۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده. عدالت د نومبر په مياشت کې د هغه پرضدد مقدمې فيصله خوندي کړې وه.
د پښتو ژبې مخکښ هنرمند او ټوکمار ظاهر الله چې د بابو جي په نوم مشهور دی وايي، اووه کاله وروسته نوی البم جوړوي چې دغه البم به د نوي کال په ورځ یوټيوب کې وړاندې کوي. نور حال د ځلاند یوسفزي په ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ