د اسلام اباد د څارو منډیۍ کې خلک د قربانۍ د څارو د اخېستو لپاره راټول دي. ځینې یې وايي سږ کال د څارو بیې ډېرې لوړې دي. خو د څارویو پلورونکي بیا وايي، په مالونو یې ډېر لګښت شوی او څاروي نه خرڅيږي، خلک له دوی نه په تیټه بیه څاروي غواړي چې دوی یې په هغو بیو نه شي خرڅولی ځکه چې تاوان یې دی. له اسلام اباده د مشال راډیو خبریال راپور لري.