د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين ويلي چې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو د نتيجو پرضد د احتجاج کولو په اړه په جوړ شوي اتحاد کې شامل پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن پر سړکونو د احتجاج لپاره باید یوه عملي کړنلاره وړاندې کړي.
له نوموړي سره د مشال راډيو خبریال عبدالحي کاکړ ویډيو مرکه کړې