په پاکستان کې د جولای پر ۲۵مه د قامي او صوبايي اسمبلیو ټاکنې کېږي. د بېلا بېلو ګوندونو او خپلواکه امېدوارانو خپل کیمپېن ته دوام ورکړی دی خو د انتخاباتو له قواعد و ضابطو سره سم، دا کیمپېن د جولای د ۲۴مې له پیل یعنې د شپې له ۱۲ بجو څخه پای ته رسي. ځېنې نوماندانو خپل کیمپېنونه خاصو موضوعاتو ته وقف کړي.