په پېښور کې د شمبې پر ورځ د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري يوې خبرې غونډې ته وویل که په ټاکنو کې د وسله والو د بریدونو مخنیوی ونه شي نو امکان شته چې د انتخاباتي هلو ځلو لپاره به ټولو سیاسي ګوندونو ته یو شان موقع په لاس ور نه شي. د نوموړي په وينا دا ډول کېدای شي د ټاکنو پایلې لانجمنې شي