د جون پر ۲۳مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان د پېښور ناران باغ ته ورغلل او هلته یې اتڼ وکړ. دوی مشال راډیو ته وویل چې دا اټن د اډیالې له زندانه د غورځنګ د پلویانو د خوشې کېدو په خوشالۍ کې کوي. د غورځنګ پلویان د جون له لومړۍ اوونۍ راهیسې د پېنډۍ په اډیالې زندان کې بندیان ول. ویډیو وګورئ.