د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د امن تر قایمولو به هلو ځلو ته دوام ورکوي. نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د سوات جلسې ته په وینا کې پر غورځنګ لګېدلي تورونه رد کړل، د پاکستان پر بهرنیو او امنیتي تګلارو یې انتقاد وکړ او ویې ویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د وسله والۍ نه بلکې د امن پلوی دی.