په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې ویناوالو وویل، د قبایلي اصلاحاتو قانوني مسوده منظورۍ ته نه پرېږدي. د اتوار پر ورځ (مې ۲۷) په مظاهره کې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي وورول چې په غبرګون کې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.