د بلوچستان ځوانډاکټرانو او پېرا مېډیکس د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې کار بندیز اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې ترڅو د ولس لپاره د روغتیا بنیادي اسانتیاوي نه وي برابرې شوې ترهغو خپل هړتال پای ته نه رسوي. د مشال راډیو ویډیو.
په مالیزیا کې بیزوګانو ته روزنه ورکول کېږي چې د دنګو او جګو ونې له ښاخونو کوپرې څنګه وشوکوي. نور حال په دې رپورت کې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په ارګ کې هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به پر خپلمنځيو اړیکو، د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعګانو خبرې وکړي.
د شمالي وزیرستان میرامشاه او میرعلي دکاندارانو د بنو پرېس کلب مخې ته په یوه احتجاجي ناسته کې له حکومته د خپلو دکانونو او مارکیټونو د تاوان غوښتنه کړې. د مشال راډیو ویډیو.
د اوړي/دوبي له راتلو سره سم د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د شیریخ بازار هم تود شوی دی. دا ویډیويي راپور د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی
د پېښور پرېس کلب د رحمان طبي انسټېټيوټ په مرسته خبريالانو لپاره د کرکټ ليګ تابيه کړې ده. د کرکټ دغه سياليو هدف خبريالانو ته د ساعت موقع برابدل دي چې به د روانې مياشتې تر پایې لوبېږي. دغه سياليو کې پي پي سي قلندرانو پي پي سي ځلمو ته لومړې لوبه کې ماتي ورکړه.
د هند وتلي اداکار سلمان خان ته د راجستان يوه عدالت د ناياب نسل یوې تورې هوسۍ د غيرقانوني ښکار کولو په جرم د پينځو کالو د بند سزا اورولې ده. سلمان خان تر سزا اورولو وروسته د جودپور مرکزي جېل ته ولېږول شو. دا مقدمه له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې روانه وه.
امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بې امنیتۍ بیا په خاصه توګه پرهزاره ګانو باندې د پرله پسې بریدونو پرضد د هزاره ګانو پرلت له تېرو پنځو ورځو راهیسې راوان دی. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د سر خوندیتوب دې یقیني کړل شي. د مشال راډيو ویډيو
د بلوچستان ډاکټرانو اتحادیې حکومت ته دړکه کړې، که د دوی غوښتنې ونه منل شي نو به دوی په ټوله صوبه کې پر کاربندیز لاس پورې کړي.د ډاکټرانو په وینا دوی له څلور اونیو را په دې خوا پر احتجاج ناست دي خو حکومت هېڅ پاملرنه نه دې کړې.د مشال راډیو ویډیو.
مادهو لال حسين چې خپل نوم يې شاه حسين وو، د ۱۵مې پېړۍ وتلی شاعر وو. د نوموړي ۴۳۰م عرس د لاهور په باغبانپور کې تر دريو ورځو پوري جاري وو.
د ۱۹۶۸م کال د اپرېل په څلورمه نېټه د مدني حقونو غوښتونکی مارټين لوتر کینګ جونيېر د ټنيسي ايالت په ممفیس ښار کې ووژل شو. دی د تورپوستو امريکايانو د حق غوښتونکو مشر وو او د ځپنې پر وړاندي د عدم تشدد اعتراضونو زړه ور پلوی وو.
نور وښیئ