د اسټريليا کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې پر مشر سټيو سميت او د هغه پر مرستيال ډيوډ وارنر د یو کال بندېز لګولی دی. دا بندېز له دې وجې لګول شوی چې دوی پنځه ورځې مخکې د جنوبي افريقا په وړاندې ټیسټ لوبه کې د بال شکل بدلولو کوښښ کړی وو. دا کار د کرکټ په تاريخ کې له لويو درغليوو ګڼل شوی دی. بشير ګواښ