د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په اسلام اباد کې د فاټا او پښتونخوا ځوانانو احتجاجي ناستې ته په خپله وینا د جرګې پر برخوالو غږ وکړ چې په په لوی اتفاق او ډېر همت مو خپل کاروان یوه پرېکنده پړاو ته رارسولی دی او پام کوئ چې لږ څه ختا و نه وځئ.
د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې لسګونو مظاهرچيانو د تورنو وسله والو پر کور بريد کړی، د هغوی ګاډي يې سوځولي او وسله يې په خپله ولکه کې اخيستې ده. مظاهرچيان له هغه وروسته راوپارېدل کله چې مبيينه توګه دغو وسلوالو يو ځايي ځوان وژلی وو.
په کرچۍ کې د يو چينايي وګړی تر وژل کېدو وروسته پوليسو د لټون عمليات پېل کړي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري نه ده منلې. تېر کال هم پر چينايي وګړو ورته حملې شوې وي او له بلوچستانه دوه چينايان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي وو. بشير ګواښ پرې ويډيو جوړه کړې
د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د هغې لور او خسر يې کيسه کوي او د قاتلانو د نيولو غوښتونکي دي.
د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاوېد باجوه د اتوار په ورځ د هغو يوولسو پوځيانو په جنازه کې برخه واخيسته چې د فرورۍ په درېيمه په سوات کې يو پوځي مرکز کې وژل شوي ول. د دې ځانمرګي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
په پېښور کې د ژمي په موسم کې د هر اتوار پر ورځ د آسګاډو د ځغل مېله کېږي. د مېلې ګډونوال رېنګ روډ ته ورووځي او خپل آسونه ځغلوي. دوی وايي، په خپلو آسونو هېڅ کار نه کوي او ښه ساتي. همدا لامل دی چې د آسونو بیې لوړې دي. ویډیو وګورئ.
د سندرغاړې سمبل انا وايي، د کورنۍ ټول ژوند یې د لمسۍ په ګټه وټه ولاړ وو. هغې په ویر کې په سوتو سوتو ویل، چې هغه مې زوی هم وو او لور هم وه. ۲۳ کلنه سنبل د شنبې په ورځ ووژل شول. د ډيوې راډيو ویډيو
په مصر کې لرغونپوهانو د پنځم سلطنت د وختونو مقبره موندلې چې شاوخوا ۴۴۰۰ کاله پخوانۍ ده. د مشال همکارې انیسه اجمل پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په افغانستان کې انټرنېټی سوداګري زياته شوې ده. دا چې په کابل کې د امن و امان د خطر او د سختې ګڼې ګوڼې له وجې خلک زړه نه ښه کوي چې د ښار لويو مغازو ته لاړ شي، نو دوی د ان لاين/ انټرنېټي سوداګرۍ له لارې توکي غواړي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه يوه ويډيو خپره کړی چې پښتو بڼه یې دا ده.
د روس دفاع وزارت تاييد کړه چې یوه پوځي الوتکه یې په شام کې غورځيدلې او پيلوټ یې وژل شوی دی.دا الوتکه د شام په ادلب صوبه کې د بشار السد رژيم مخالفو وسله والو په ميزايل وويشته چې سمدستي یې اور واخيست.
د جاپان ژوندۍ ګوډۍ مو ليدلی؟
نور وښیئ