د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاوېد باجوه د اتوار په ورځ د هغو يوولسو پوځيانو په جنازه کې برخه واخيسته چې د فرورۍ په درېيمه په سوات کې يو پوځي مرکز کې وژل شوي ول. د دې ځانمرګي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
په پېښور کې د ژمي په موسم کې د هر اتوار پر ورځ د آسګاډو د ځغل مېله کېږي. د مېلې ګډونوال رېنګ روډ ته ورووځي او خپل آسونه ځغلوي. دوی وايي، په خپلو آسونو هېڅ کار نه کوي او ښه ساتي. همدا لامل دی چې د آسونو بیې لوړې دي. ویډیو وګورئ.
د سندرغاړې سمبل انا وايي، د کورنۍ ټول ژوند یې د لمسۍ په ګټه وټه ولاړ وو. هغې په ویر کې په سوتو سوتو ویل، چې هغه مې زوی هم وو او لور هم وه. ۲۳ کلنه سنبل د شنبې په ورځ ووژل شول. د ډيوې راډيو ویډيو
په مصر کې لرغونپوهانو د پنځم سلطنت د وختونو مقبره موندلې چې شاوخوا ۴۴۰۰ کاله پخوانۍ ده. د مشال همکارې انیسه اجمل پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په افغانستان کې انټرنېټی سوداګري زياته شوې ده. دا چې په کابل کې د امن و امان د خطر او د سختې ګڼې ګوڼې له وجې خلک زړه نه ښه کوي چې د ښار لويو مغازو ته لاړ شي، نو دوی د ان لاين/ انټرنېټي سوداګرۍ له لارې توکي غواړي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه يوه ويډيو خپره کړی چې پښتو بڼه یې دا ده.
د روس دفاع وزارت تاييد کړه چې یوه پوځي الوتکه یې په شام کې غورځيدلې او پيلوټ یې وژل شوی دی.دا الوتکه د شام په ادلب صوبه کې د بشار السد رژيم مخالفو وسله والو په ميزايل وويشته چې سمدستي یې اور واخيست.
د جاپان ژوندۍ ګوډۍ مو ليدلی؟
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې امنيتي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش يو پټنځای موندلی دی. چارواکي وايي، له دې ځايه دغې وسله والې ډلې بريدونه پلانول.
په اسلام اباد کې د فاټا او نورو سيمو ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته شورو کړې چې په کراچۍ کې د نقيب مسود په وژنه تورن د پوليس افسر راو انوار د نيولو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د لادرکه کړیو کسانو د موندلو غوښتنه کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په دوهمه خپل ولس ته په وینا کې ګاونډی هېواد پاکستان د طالبانو مرکز وباله او پر اسلام اباد يې ټينګار کړی چې په خپله خاوره کې شته وسله وال نابود کړي.
د پښتونخوا او فاټا ځوانانو دا لاريونونه د نقيب مسود د قاتلانو د نيولو، په قبایلي سیمو کې ښخ شوو بمونو د پاکولو، د لادرکه کړل شوو کسانو د موندلو او د پښتنو نورو حقونو لپاره دي. د بشير ګواښ ويډيويي راپور وګورئ.
نور وښیئ