په مصر کې لرغونپوهانو د پنځم سلطنت د وختونو مقبره موندلې چې شاوخوا ۴۴۰۰ کاله پخوانۍ ده. د مشال همکارې انیسه اجمل پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په افغانستان کې انټرنېټی سوداګري زياته شوې ده. دا چې په کابل کې د امن و امان د خطر او د سختې ګڼې ګوڼې له وجې خلک زړه نه ښه کوي چې د ښار لويو مغازو ته لاړ شي، نو دوی د ان لاين/ انټرنېټي سوداګرۍ له لارې توکي غواړي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه يوه ويډيو خپره کړی چې پښتو بڼه یې دا ده.
د روس دفاع وزارت تاييد کړه چې یوه پوځي الوتکه یې په شام کې غورځيدلې او پيلوټ یې وژل شوی دی.دا الوتکه د شام په ادلب صوبه کې د بشار السد رژيم مخالفو وسله والو په ميزايل وويشته چې سمدستي یې اور واخيست.
د جاپان ژوندۍ ګوډۍ مو ليدلی؟
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې امنيتي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش يو پټنځای موندلی دی. چارواکي وايي، له دې ځايه دغې وسله والې ډلې بريدونه پلانول.
په اسلام اباد کې د فاټا او نورو سيمو ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته شورو کړې چې په کراچۍ کې د نقيب مسود په وژنه تورن د پوليس افسر راو انوار د نيولو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د لادرکه کړیو کسانو د موندلو غوښتنه کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په دوهمه خپل ولس ته په وینا کې ګاونډی هېواد پاکستان د طالبانو مرکز وباله او پر اسلام اباد يې ټينګار کړی چې په خپله خاوره کې شته وسله وال نابود کړي.
د پښتونخوا او فاټا ځوانانو دا لاريونونه د نقيب مسود د قاتلانو د نيولو، په قبایلي سیمو کې ښخ شوو بمونو د پاکولو، د لادرکه کړل شوو کسانو د موندلو او د پښتنو نورو حقونو لپاره دي. د بشير ګواښ ويډيويي راپور وګورئ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي پر طالبانو بریالی شي، نو د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای مخه دې ونیسي. د اشنا ټېلیویژن
د مصر سېلګرۍ صنعت له بحران سره مخامخ دی، حکومت د نړۍ وتلې څهرې د سېلګرۍ د ودې لپاره وربولي چې دغه ډول سېلانیان ورمات کړي. په همدې ډله کې یې د نړۍ دنګ سړی او ټیټه ښځه هم وربللي دي. د عبدالحي کاکړ ویډيو وګورئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې افغان سفارت ته ورغلی وو او له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره یې ولیدل. تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته په وینا کې زاخېلوال وویل، دواړه چارواکي سلا شول چې خپله خاوره به د بل پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ