د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې افغان چارواکي به نن د خېبر پښتونخوا د پوليس يو افسر طاهر خان داوړ مړی نن د هغه خپلوانو ته سپاري. نوموړي نن په پېښور کې د طاهر داوړ پر کور د مشال راډيو خبريال غلام غوث ته وويل چې د مشورتي جرګې پر خوښه به تورخم ته د مړي تر لاسه کولو مراسم ته ځي.