د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۷۸مې حلقې څوکۍ ګټونکې ثمر بلور وايي، د ښځو د حقونو لپاره به کار کوي. نوموړې د اکتوبر پر ۱۵مه په ضمني انتخاباتو کې تر بریا وروسته مشال راډیو ته وویل، د دې مېړه هارون بلور له وژنې سره یې په کور کې یوازې ماشومان او کونډې پاتې دي خو ولس ورسره مړانه وکړه او اسمبلۍ ته یې وټاکله.