د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پښتني سیمو یو شمېر لیکوال او د پوهنتون استاذان د افغانستان ننګرهار ته تللي چې د خان عبدالغفار خان – باچا خان د ۳۰م تلین په مراسمو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې ده چې هلته د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز تر سیوري لاندې د باچا خان پر ژوند او مبارزه دوه ورځنۍ علمي غونډه وشي.