د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی د متبادل کور غوښتنه کوي.