د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي مشال راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
کاووسي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د شهید سردار محمد داوود خان او وزیر محمد اکبر خان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ویډیو: ابراهیم صاف