د فبروري په دویمه نېټه په سلګونه کسان د بخارست سړکونو ته راوتلي ول. د مظاهرو په دوام نن د جمعې ورځ د تجارت وزیر فلورین یینو په خپل فیسبوک استعفا اعلان کړې ده. یوه ورځ مخکې څه باندې درې لاکه خلکو د رومانیا په پنځوسو ښارونو کې د فساد پر ضد مظاهره وکړه. پرون ګڼو مظاهره چیانو له پولیسو سره شخړه هم وکړه.