د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان دې د نړۍ او د هېواد له قوانینو سره سم، افغان کډوالو ته د هغوی حقونه ورکړي. ده له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغان کډوالو ته دې کارډونه ورکړي او نه دې ځوروي. ده وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید ورته شهریت ورکړل شي