د ناټو عمومي منشي جېنز سټولټېنبېرګ ویلي دي چې د امریکا نوی منتخیب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له اروپا سره د امنیت ژمنو درناوی وکړي. په برسلز کې د جرمن مارشال فنډ په کوربه توب، یوې غونډې ته ستولټېنبرګ وویل ناټو د اټلانټیک دواړو غاړو ته په ثبات ورکولو کې مهم رول لري. د ۲۸ هېوادونو ټلوالې مشر دا هم وویل چې