اکلېنډ: نن د جنورۍ پر ۱۵مه د پاکستان کریکېټ لوبډلې و نيوزي لېنډ ته په لومړنۍ شل ـــ شل اوريزه لوبه کې په شپاړلسو منډو ماتې ورکړه.
پاکستان په لومړي بېټینګ کې يو سل او يو اوويا رنزونه جوړ کړي ول، چې په ځواب کې د نيوزي لېنډ لوبډلې يو سل پينځه پنځوست منډې جوړ کړلې.
د دواړو لوبډلو ترمينځ دويمه شل اوريزه لوبه به د اتوار په ورځ د جنورۍ پر اوولسمه نېټه کېږي.