د شاعر او لیکوال ارواښاد عبدالباري اسیر د شعرونو د دویم ټولګي ؛د غرو لمريني څوکې؛ چې د نوموړي تر مرګ وروسته چاپ شوی، د اتوار په ورځ يې په کوټه کې مخکتنه وشوه. په دې غونډه کې د کوټې او سهېلي پښتونخوا مشرانو او نومیاليو شاعرانو ګډون درلود او ټولو په خپل وار سره د ارواښار اسیر د ادبي کار ستاینه وکړه.