د قبايلي سیمو خبريالانو د خپلو ملګرو د وژنې او ځینو نورو ته د دړکو او ناخوندي امنیت پر ضد نن له پېښور پريس کلبه تر ګورنر کوره احتجاجي لاريون وکړو. دوی د مرکزي حکومت پر ضد نعرې وهلې چې خبریالانو خوندیتوب کې ناکامه شوي دي او غوښتنه يې کوله چې د وژل شوو خبريالانو له کورنيو سره دې حکومتونه مرستې وکړې او