د بنو د زرخېزې کلتوري سیمې خوږ ژبی سندرغاړی رسول باچا نور له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړي.هغه د اسلام آباد په یوه روغتون کې د مشال له خبریال سراج ظهیر سره په خپله وروستۍ مرکه کې له حکومته ګیلې ماڼې کړې چې نه یې د هغه د درملنې لپاره مرسته ورسره کړې او نه يې هم تپوس او پوښتنه کړې.
رسول باچا خپلو مینوالو ته په پیغام کې وویل چې ده ته دعا کوي.