د مقدونییه یو لرې کلی لویاني چې له سربییا سره پر پوله دی له تېرو څو کلونو راهیسې لویدیځې اروپا ته د اوړېدونکو ناقانونه کډوالو دمه ځای او تمځای ګرځېدلی دی .د افغانستان،پاکستان او عرب هیوادونو کډوال اروپايي اتحادیې ته د اوښتو په هڅو کې دلته شپې ورځې تېروي.خو کله چې یو ناقانونه کډوال سربییا هیواد ته په ورتېرېدو ونیول شي نو هغوی هم بیرته دغه کلي لویاني ته شړل کېږي.
مقدونییه څانګه د ازادې اروپا راډیو