د کزان په قل شریف جومات کې نن د نړۍ د تر ټولو لوی قرآن په ځانګړو مراسمو کې وړاندې کړل شو.دا قرآن پاک په اټلي هیواد کې چاپ شوی چې د تاتاریستان دولت د بیا راټوکېدو صندوق ورته مالي مرسته ورکړې چې موخه یې د تاتاري کلتور او ورثو بیا ژوندي کول دي.دا قرآن شریف ۸۰۰ کلوګرام وزن لري چې وسور یې ۱.۵ میټره او اوږدوالی یې ۲ میټره ناپ شوی دی.