جرمني د اروپا په هغو څلورو هېوادونو کې شامل دی چې د دې اوونۍ په پیل کې د درنو ورښتونو وروسته سیلابونو په کې ویجاړۍ رامنځته کړي.
چارواکو د ازادې اروپا راډیو د دوو خبریالانو د کورونو تلاشۍ اخیستې او هغوی یې بندي کړي دي.
دا غوښتنه دوشنبې د جولای پر اوومه تر هغې څو ساعته وروسته کړې چې مسکو په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له وجې په منځنۍ اسیا کې له ګواښ سره د مخامخو ملګرو د دفاع ژمنه وکړه.
د امریکا دفاع وزارت د چارواکو له قوله، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او ورته د واک لېږد لپاره زیات وخت مصرف او ډېرې هڅې کړي او اوس د دې ځواکونه دنده ده چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
دليپ کمار چې خپل نوم يې يوسف خان وو په پېښور کې زیږېدلی وو. د دلیپ کمار وروستۍ فلم قلعه وو چې په ۱۹۹۸ز کال کې جوړ شوی وو.
رحمان چې د تاجکستان د امنیت شورا د غونډې مشري کوله د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
نوموړي د جون پر ۲۴مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته په بیان کې ویلي چې طالبان د بهرنیو پوځیانو په وتلو زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې او په تېره بیا د ښځو حقونو په برخه کې پرمختګونه له ګواښ سره مخامخوي.
د جون پر ۲۲مه دې بحث کې له لومړنیو ویناوالو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وه چې ویل یې له مې میاشتې راهیسې له ۵۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.
د پنټاګون ویاند جان کربي د جون پر ۲۲مه ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پرځای دی،
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات پر داسې مهال کېږي چې هغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر د امریکا تر بندیزونو لاندې دی او د اقتصاد خرابوالي له وجې په ولس کې غوسه زیاته شوې ده.
دا غونډه پر داسې مهال وشوه چې د دواړو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت سړې دي.
نور وښیئ