نوموړي د جون پر ۲۴مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته په بیان کې ویلي چې طالبان د بهرنیو پوځیانو په وتلو زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې او په تېره بیا د ښځو حقونو په برخه کې پرمختګونه له ګواښ سره مخامخوي.
د جون پر ۲۲مه دې بحث کې له لومړنیو ویناوالو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وه چې ویل یې له مې میاشتې راهیسې له ۵۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.
د پنټاګون ویاند جان کربي د جون پر ۲۲مه ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پرځای دی،
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات پر داسې مهال کېږي چې هغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر د امریکا تر بندیزونو لاندې دی او د اقتصاد خرابوالي له وجې په ولس کې غوسه زیاته شوې ده.
دا غونډه پر داسې مهال وشوه چې د دواړو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت سړې دي.
د اسراييلو پوځ وايي، دا بريدونه يې تر هغه وروسته کړي چې په وينا یې، وسله والو له فلسطينه د اسراييلو جنوب ته اورينې پوکڼۍ ولېږدولې.
ولسمشر ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې باید روانې وي، څو ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا ترهګرو ته په امن پټنځای بدل نهشي.
د ناټو عمومي منشي (جنرل سېکرېټري) ینز ستولتنبرګ د جون پر ۱۴مه سرمشریزې ته په خپلو څرګندونو کې وویل سازمان به یې له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور چې د جون پر دویمه خپور شو، د طالبانو او القاعده روابط له افغانستان سربېره، د امریکا لپاره هم یو ننګونی ګواښ بولي.
سازمان د جون پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د واکسینو دوه خوراکه چې چا ته ورکړل شوي نیمايي خلک یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له علاماتو نه بچ شوي دي.
ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې موجود امنیتي خطرونه لا هم جدي دي او دوی ورباندې خبر دي.
نور وښیئ