ټرمپ د جنورۍ پر اوومه په ټويټر خپرې کړې يوې ويډيو کې ويلي کانګرس د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتيجو تصديق وکړو او نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر۲۰مه نېته لوړه وکړي. او اوس يې تمرکز په ارامۍ او منظم ډول د واک د انتقال يقيني کول دي.
په برتانیا او جرمني کې هم د نړۍ د نورو سیمو په څېر د کورونا وایرس د پېښو او له دې څخه د مړینو شمېرې په زیاتېدو دي.
کريمې بلوڅ د پاکستان امنيتي ځواکونه د خلکو په تریتمولو (غيبولو) او شکنجه کولو تورنول او په دې لړ کې به يې تقریرونه او مظاهرې کولې. پوځ دا تور ردوي.
د کورونا وایرس نوی قسم لومړی په برتانیا کې په سېپټمبر میاشت کې موندل شوی وو.
په دې بیل کې د بې روزګاره خلکو لپاره د اضافي مرستو ترڅنګ د هغو امریکایانو لپاره یو ـ ځل ۶۰۰ ډالره ورکول هم شامل دي چې امدن یې زیات نه دی.
د فرانس عامې روغتیا ادارې په یوه بیان کې وویل چې د دېسېمبر پر ۲۵مه په برتانيا کې میشت د یو فرانسوي تن د کورونا وايرس نوي قسم ټيسټ مثبت راغلي.
د ازادې اروپا سرپرستې مشرې ډیزي سیندلر ښاغلي غني ته د یوه لیک په استولو په هلمند کې د خپل خبریال الیاس داعي وژنه یاده کړې چې غږ یې د هغې په وینا، د دې لپاره په لوی لاس چوپ کړای شو چې افغان ولس ته ریښتیا ونه رسولی شي.
دې ټولنیزې شبکې په ۲۰۲۰ز کال کې د یوه اپ په جوړولو سره د ازادې وینا غږ اوچت کړ چې د استبدادي حکومتونو تر غوږونو پورې ورسېد.
په نیویارک کې مېشت، د خبريالانو ژغورنې کمېټۍ (سي پي جې) د ډېسېمبر پر ۲۲مه جاري کړي رپورټ کې ویلي چې سږکال په ټوله نړۍ کې ۲۱ خبریالان د خپل کار په بدل کې وژل شوي او زیاتوي چې تیر کال ۱۰ خبریالان وژل شوي وو.
په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر شواروز کې نور څه د پاسه ۱،۷۰۴ کسان په دې ناروغۍ اخته شويدي.
کورونا وایرس په نړۍ کې په میلینونو کسان اغیزمن کړي او تر ډېسېمبره یې له یو میلیون زیات کسان مړه کړي دي.
نور وښیئ