د امریکا بندیزونو دا وار د ایران د حکومت اته لوړپوړي چارواکي او د هغه هېواد د فولادو او نورو فلزاتو یوشمېر کارخانې په نښه کړې دي.
وروسته له هغې چې د څو ورځو له انکار نه پس ایران ومنله چې هغوی په تېروتنې د اوکراین الوتکه غورځولې، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي، هیواد یې تمه لري چې ایران به د یادې پېښې بشپړې پلټنې وکړي، خپله ټوله پړه او تاوان پر ځان ومني.
د ایران دولتي ټلویزیون د دغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې راغورځول شوې ده.
د ډېموکراټانو تر واک لاندې د استازو جرګې ډېریو غړو ویلي ول چې د جنورۍ پر درېیمه په بغداد کې په امریکايي برید کې د ایران د لوړپوړي پوځي قومندان مېجر جنرال قاسم سلیماني د وژنې په اړه
ټروډو وویل، شواهد ښيي چې الوتکه له ځمکې څخه په فضا کې په [هدف ویشتونکي] ایراني توغندي ویشتل شوې ده.
د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي ویلي د جنګي واک د کمولو پر پرېکړه لیک به نن رایې اچول کېږي.
د اوکرایني هوايي شرکت بویېنګ ۷۳۷-۸۰۰ الوتکه چې کییف ته تلله، د تهران له امام خمیني هوايي ډګره تر الوت لږ ساعت وروسته پرېوته چې پکې سپاره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول.
عمران خان د جنورۍ پر اتمه پر ټویټر ولیکل، د پوځ مشر ته یې ویلي چې د هغو هیوادونو له پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا پیغام ورکړي چې" پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه نه جوړیږي.
ولسمشر ټرمپ پر ایران د نورو اقتصادي بندیزونو لګولو دړکه ورکړه او زیاته یې کړه چې دا بندیزونه به تر هغو وي چې ایران لارې ته نه وي راغلی.
د جمعې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې د هغه وژل کېدو د امريکا د متحدو ايالتونو او ايران ترمنځ اړيکې لا کړکېچنې کړې.
په عراق کې د امریکا په دوو پوځي اډو د ایران تر راکټي بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټویټر کښلي، "هر څه سم دي".
سلامي وویل، "موږ به غچ واخلو، موږ به هر هغه ځای چې مهم وي، وسوځوو"
نور وښیئ