ایازي د امريکا غږ راډيو د پښتو خپرونو يو تکړه نطاق وو او په هغه اداره کې د ماډرن ژورنالېزم له بنياد ايښودونکو څخه وو. د ازادۍ راډيو د همکار او مشر په توګه د خپلو دندو په کلونو کې يې بيا هڅه وکړه چې د افغانستان خلک هم د ژورنالیزم له نویو اصولو سره اشنا کړي.