اسوشيېټډ پرېس اژانس لیکي، په کیلېفورنیا کې یوه فېډرالي قاضي ګارلینډ برېل په خپله فیصله کې ویلي چې په مقدمه کې د حامد حیات وکیله کم تجربه وه نو د هغه سم استازیتوب یې نه وو کړی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دې ته تیار دی چې ایران ته ولاړ شي او د هغه هېواد ولس ته ووايي چې د مشرانو کړنو یې څرنګه هېواد ته تاوان رسولی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هانټ د جولای پر ۲۲مه د هغه هېواد د امنیتي چارو وزیرانو او له نورو چارواکو سره تر ملاقات وروسته د ایران لخواد کښتۍ نیول د غلا یو عمل وباله.
د ایران دولتي ټېلېوېژن د جولای پر ۲۱مه وویل چې پېښه د جولای پر ۲۰مه د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې شوې.
متحده عربي اماراتو هم د امريکا د دې دريځ ملاتړ وکړ چې د مذهب د سپکاوي قوانينو د ناوړه استعمال مخه دې ونيول شي.
په سپينه ماڼۍ کې په شوي ملاقات کې دوی له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې له پاکستاني وزيراعظم سره د ليدو پر مهال په هغه هېواد کې د لږکيو حالت په اړه ورسره وغږېږي.
د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ له دې کبله له نيوکو سره مخ دی چې نوموړی وايي، پاکستان د ممبۍ د ۲۰۰۸م کال بريدونو ترشا مبينه لاس لرونکی حافظ سعيد د ۱۰ کالو تر لټون وروسته نيولی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي هېواد یې خبرو ته تیار دی خو که واشنګټن یې پرضد اقتصادي بندیزونه ختم کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران د بندیزونو سختولو دړکه ورکړی او یو ځل بیا يې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ شوی اټومي لوظنامه غندلې ده.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټومي فعالیتونه څېړي.
د جولای په څلورمه د سپینې ماڼۍ د کانگرس تر ودانۍ پورې سیمه کې به دا لمانځنې بې ساري او ځانگړي وي.
د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر ایران غږ کړې چې د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي.
نور وښیئ