ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، فکر کوي چې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو اقدام په ایران کې د کوم جنرال یا د بل چا "سهوي عمل" دی.
یوه نوې څېړنه ښيي چې د همالیا غره واورین کمرونه د روانې پېړۍ له پیل راهیسې په دوه چنده چټک رفتار ویلي کېږي چې دا د اسیا سلګونه میلیونه اوسېدونکو ته د اوبو رسولو عمل ګواښي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور وايي په نړۍ کې تېر کال شا وخوا اووه کروړه لس لاکه خلک له جنګونو، ځورونو او نور تشدد له وجې بې کوره شوي دي.
امریکا د اوکراین په ختځ کې په هغو څلورو کسانو د فرد جرم لګولو هر کلی کړی چې په مبینه توګه یې په ۲۰۱۴م کال کې د یو مالیزیايي مسافر وړونکي الوتنې د غوځولو په پېښه کې لاس لرلو.
د نړيوالو رسنيو راپورونو ترمخه امريکايي چارواکو د هغه ډرون غورځېدل تایيد کړي چې د هرمز په تنګي کې ايران ويشتلی وو.
د اېم اېچ ۱۷ پرواز الوتکه پېنځه کاله مخکې په توغندي ویشتل شوې وه چې پکې سپاره ټول ۲۹۸ مساپر وژل شوي ول.
دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د جون پر ۱۸مه پر داسې وخت کړې دي چې د امریکا او ایران
د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي.
د مصر ليری شوی پخوانی ولسمشر محمد مورسي د ۶۷ کلنۍ په عمر د جون په ۱۷مه په قاهره کې مړ شو. د مصر يو سرکاري وکيل ويلي چې مورسي په عدالت کې د مقدمې پر مهال د وېنا کولو پر مهال بې حاله شو.
د پاکستان ، افغانستان او هند په ګډون د يو شمېر هېوادونو مشرانو د ترهګرۍ له منځه وړو پر ارزښت ټينګار کړی دی.
د امريکا د دفاع سرفرست وزير پېټرک شناهن وايي چې له ايران سره د کړکېچ زياتېدو له کبله واشنګټن هڅه کوي چې نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي.
د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې او وايي، داسې ښکاري چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوه ټینکرو برید کې لاس لري.
نور وښیئ