د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې او وايي، داسې ښکاري چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوه ټینکرو برید کې لاس لري.
د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وايي د هېواد په جنوبي برخه کې په یوه هوايي میدان د حوثي یاغیانو په میزایلي برید کې شپږ ویشت ۲۶ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د قزاقستان مرکزي الېکشن کمېشن د نهم جون ولسمشريزه ټاکنو رسمي او وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې يې لنډمهالی موقتي ولسمشر قاسم ژومارت توکاییف په دروند اکثريت بریالی شوی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره د ملاقات پر مهال ویلي چې د ایران په نظر د موجوده تناو باوجود د تهران اټومي تړون د ژغورلو وړ دی.
د جون شپږمه نېټه چې ورته ډي-ډې ویل کېږي، د ۱۹۴۴ ز کال هغه ورځ وه چې اتحاديانو د نازي جرمني پروړاندې پرېکنډه جګړيزه کاروايي پیل کړه او په دا بل کال یې نازيان مات کړل.
سعودي پاچا سلمان په مکه ښار کې د عربي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزې پرانیستغونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د نورو هېوادونو په چارو کې د ایراني رژیم د مداخلې مخنیوي لپاره ټولې لارې چارې وکاروي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو د اروپا په بېلا بېلو ښارونو کې د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې ضد مظاهرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ وويل چې واشنګټن په ايران کې د رژيم بدلولو نه بلکې د جوهري وسلو ختمولو په تکل دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، که پر هېواد یې بمباري هم وشي نو د امریکا فشار ته به تسلیم نه شي.
نن که چا ګټلې نو هندوستان ګټلې. که چا بریا تر لاسه کړې نو هغه د جمهوریت بریا ده. که چا ګټلې نو هغه ولس دی.
د هند کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي په نوي دلي کې خبري غونډې ته په وینا کې په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله او وزیراعظم نرېندرا مودي ته یې مبارکي وویله.
د تاجکستان انصاف وزارت وايي، د هغه هېواد په یوه زندان کې د بلوې په نتیجه کې درې ساتونکي او ګڼ بندیان وژل شوي دي.
نور وښیئ