د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د دې کافي امکان شته چې د شمالي کوریا له مشر کیم یونګ اون سره یې د جون په ۱۲ مه نېټه لیدنه و نه شي او وځنډېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي ، د دې لپاره یو پلاوی ازبکستان ته لېږي چې هلته له بشري حقونو د سرغړونو رامنځ ته شوو پېښو جاج واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران د امریکا د نويو سختو بندیزونو د لګولو د اعلان تر څنګ وویل چې دا هېواد په ...
د ایران ولسمشر د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته د خبرو په غبرګون کې ویلي چې تهران د امریکا پرېکړې نه مني.
د ایران چابهار بندر چې د هند مرسته هم ورته حاصله ده، د افغانستان لپاره نوې تجارتي لارې پرانېزي او پر پاکستان د دوی انحصار کموي. د چابهار بندر له لارې افغانستان د نړۍ سره تجارتي راکړه ورکړه کولی شي.
د ترکيې په استنبول کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړې سرمشريزه کې د اسراييل لخوا په غزه کې د فلسطنيانو وژنه په کلکه غندلې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه هېواد په تفریحي ښار سوچي کې د جرمني له چانسلرې انګېلا مېرکل سره کتلي او ورسره يې د اوکراین په جګړه ، د ایران په اټومي لوظنامه او له روسیې جرمني ته د ګېس د پایپ لاین غځولو په منصوبه خبري کړي دي.
د امریکا چارواکي وايي ، په ټېکساس ایالت کې د یو تن لخوا په سکول کې په ناتاره ډزو کې د يوې پاکستانۍ زده کونکې سبيکه شيخ په ګډون لس کسان وژل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې پر ۱۷مه د شمالي کوریا مشر کیم جون اونګ ته په هغه صورت د تحفظ ورکولو وړاندیز کړی که چیری اټومي وسلې له لاسه ورکري.
د ترکيې په استنبول ښار کې د اسلامي هېوادونو سازمان ځانګړې سرمشريزه په دې وروستيو کې د اسراييلي پوځ لخوا د لسګونو فلسطينيانو له وژنو وروسته بلل شوې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف نن د بهرنيو سفرونو په لړ کې د وروستي پړاو په توګه د بېلجيم سرښار برسلز ته رسېدلی دی.
ایران وايي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به نن د شنبې په ورځ د اټومي موافقې په اړه د خبرو په نیت،چین ، روسي او بلجیم ته سفر پېل کړي.
نور وښیئ