برتانیا او امریکا په ملګرو ملتونو کې پر روسیې سخت انتقاد کړی او ورباندې یې تور پورې کړی چې د برتانیې په خاوره کې یې، د اعصابو فلجولو کیمیاوي مادې په استعمالولو، برید کړی دی.
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنايي ویلي چې ، له اسرایل سره خبرې اترې کول به یوه یوه بخښېدونکې تېروتنه وي وي.
ولسمشر ټرمپ د بالټیک هېوادونو مشرانو ته ویلي چې هغه له روسیې سره په معاملو کې له هر چا ډېر سخت دی.
ولسمشر ټرمپ ویلي،هغه په دې اړه ډېر ژر پریکړه کول غواړي چې له شامه امریکايي ځواکونه وباسي او که نه؟
د هند تر واک لاندې په کشمیر سیمه کې د پولیسو او مظاهره کونکیو ترمنځ د تېرې ورځې د اخ و ډب نه پس چې پکې شل کسان وژل شوي وو، راپورونه وايي نن د هړتال، او د امنیتي محدودیتونو له وجې هرڅه په ټپه درېدلي دي.
سرګې لاوروف دغه اعلان تر هغه وروسته وکړ چې امریکا، برتانیا، ناټو او یوشمېر اروپايي هېوادونو تر ۱۵۰ زیات روسي ډپلوماټان وایستل.
په ملاقات کې دواړو چارواکو سلا وکړه چې د فبروري پر ۲۷مه طالبانو ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې وړانديز او له هغه وروسته د مارچ پر ۲۷مه په تاشکند کې د افغان سولې په اړه د نړيوالې غونډې د سپارښتنو بهير پرمخ وړلو ته اړتيا ده.
چین وايي،د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ ون روانه اوونۍ بیجنګ ته تلې وو او هلته يې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ملاقات کړی دی.
د ناټو غړیو د نړۍ د نورو ۲۷ حکومتونو په شان روسي ډپلوماټان له خپلو هېوادونو ویستلي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرولو هڅې وکړي.
د امريکا د کانګرس د ايوانِ نماينده ګان سپېکر، پال راين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه فېصله مناسبه بللې چې له مخې يې ۶۰ روسي استخباراتي افسرانو ته له امريکا څخه د وتلو امر شوی دی.
د امريکې د کانګرس د ايوان نماينده ګان سپېکر، پال راين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه پر ځای بللې چې له مخې يې شپېته روسي استخباراتي افسرانو ته له امريکې څخه د وتلو حکم شوی دی.
نور وښیئ