د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خبره له برتانيې او فرانس سره په ګډه دا هدفي بريدونه به تر هغه وخته بې له څه ډول ځنډه ترسره کېږي ترڅو شام د دا ډول ډله ييزو وژنو لپاره د کارول کېدونکو کيمياوي وسلو استعمال نه وي بند کړی.
د ملګرو ملتونو مشر او د امریکا یوه پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې د شام د جګړې له کنټروله د وتلو مخه دې ونیول شيي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريس او د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې په شام کې جګړه له کنټروله وتلای شي.
په اذربایجان کې د ولسمشر لپاره د ترسره شوو ټاکنو په نتیجه کې الهام علییف د یوې بلې اووه کلنې دورې لپاره د دې هیواد ولسمشر شوی دی.
ولسمشر ټرمپ روس ته هم خبرداری ورکړی چې ځان چمتو کړي ځکه چې ميزايلې به ورځي.
ځاي رسنيو په الوتکه کې د ناست ټولو مسافرو د وژل کيدو وېره څرګنده کړې ده.
د امريکا ولسمشر د شام له لورې په دوما سيمه کې پر ولسي وګړيو باندې د مشکوکه کيمياوي بريد په تړاو د دمشق پرضد د پوځی اقدام دړکه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې پر دمشق د کیمیاوي وسلو د مشکوک برید له امله د شام پرضد د پوځي کاروايي ګواښ کړی دی.
د پخواني روسي جاسوس سرګې سکریپال لور یولیا تر ښه کېدو پس په دوشنبه د سالیسبري له روغتونه رخصت کړل شوې ده.
یوه نوې څېړنه ښيي چې د امریکا ترڅنګ اوس په اسیا پیسیفیک سیمو کې هم په ماشومانو کې د چاغوالي کچه په زیاته اندازه لوړه شوې ده.
سوریې او د هغه ټلوالې روسیې پر اسراییلو تور پورې کړی چې بېګا شپه د سوریې پر یوه پوځي هوايي اډه د توغندیو برید کړی دی. اسراییلیانو چې وړاندې یې هم پر سوریې ورته بریدونه کړي، سمدستي څه نه ویلي.
برتانیا او امریکا په ملګرو ملتونو کې پر روسیې سخت انتقاد کړی او ورباندې یې تور پورې کړی چې د برتانیې په خاوره کې یې، د اعصابو فلجولو کیمیاوي مادې په استعمالولو، برید کړی دی.
نور وښیئ