RUSSIA -- Former Russian military intelligence colonel Sergei Skripal attends a hearing at the Moscow District Military Court in Moscow, August 9, 2006
د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډېن کوټس ویلي، په یوه اونۍ کې دننه به پر روس نوي بندېزونه اعلان کړي.
د روس د دفاع وزارت وايي، د دوی یوه مال وړونکې الوتکه په شام کې لوېدلې ده او پکې سپاره ۳۹ کسان وژل شوي دي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي د جنوبي کوریا له استازو سره یې په خلاص زړه خبرې وکړې او هغوي ته یې خپله کلکه اراده څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو بیا یو ځای کولو لپاره خبرې به په تندۍ سره پر مخ بیايي.
د فرانس ولسمشر ایمېنویل میکخوان په خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ټینګار کړی چې په شام کې د ملګرو ملتونو لخوا ۳۰ ورځنۍ ډزبندي بغیر له شک شوبې (شبهې) منل یقیني کړي.
د امریکا دفاع وزرات پنټاګون اسلام اباد په ټينګار سره ورياده کړې چې په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ ضد جګړه يوه مهم پړاو ته رسېدلې او د ترهګرۍ ماتولو لپاره پاکستان بايد له دغه موقعې ګټه واخلي.
د روسیې ولسمشر د خالي په ورځ په مسکو کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د روسیې د بري ژمنه وکړه. ولادیمیر پوتین وویل چې د راتلونکي نسلونو د خوښۍ لپاره به هرڅه وکړي. ټاکل شوې د روسیې ولسمشرۍ انتخابات د مارچ پر ۱۸مه نیټه ترسره شي.
د ولاديمیر پوتین دغه وینا د اتلسم مارچ له انتخاباتو مخکې مخې ته راغلې چې اټکل کېږي نوموړی به دغه انتخابات په اسانۍ وګټي.
رسنۍ وايي، امریکا له سعودي عرب سره د یوه اټومي تړون په اړه خبرې کوي چې له مخې یې کېدای شي ریاض د یورانیمو غني کولو او بیاچاڼولو اجازت حاصل کړي چې امریکايي کمپنۍ په دغه سلطنت کې اټومي بټۍ جوړوي.
فايننشل ايکشن ټاسک فورس نومې نړيوالې ادارې پاکستان ته د راتلونکې جون مياشتې پورې وخت ورکړی چې د هغه هېواد پر خاوره د فعالو ترهګرو ډلو د مالي مرستو بندولو په هدف يو کوټلی پلان مخ ته راوړي.
صالح مسلم د کُردانو د ډيموکراتيک يونېن پارټۍ پخوانی مرستيال مشر وو.
د خالي په شپه د اټاليا په روم کې د هغه ښار زړې ودانۍ د دې لپاره په سرې رڼا سره روښانه کړل شوې چې په نړۍ کې د عيسايانو د ځورونو او وژنو پېښو پر ضد د اعتراض غږ پورته شي.
نور وښیئ