د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایچ ار مک ماسټر پرځای جان بولټن د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.
په فرانس کې قاضیانو پخوانې ولسمشر نیکولس سرکوزي په درغلۍ تورن کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون ویلادمیر پوتین ته په یوه ټلیفوني تماس کې د روسيې د جمهوري ریاست...
د اسرائیل پوځ د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې یې د سوریې پر مشکوکو اټمي تاسیساتو بمباري کړې ده...
د روسیې د انتخاباتو کمېشن وايي، زیاتره رایې یې شمېرلې دي چې پکې ولادیمیر پوتین له ۷۶ فیصده څخه زیات ووټونه ګټلي او په دې توګه د شپږو کلونو لپاره
په روسیه کې د یکشنبې پر ورځ د ولسمشر د ټاکلو لپاره عمومي ټولټاکنې روانې دي. که څه هم اته نوماندان په میدان کې دي خو داسې ښکاري چې ولادي میر پوتین به په څلورم ځل په اقتدار کې پاتې شي.
د سعودي عرب ولي عهد د مارچ پر ۱۵مه په دې خبره ټینګار وکړ چې که ایران اټومي وسله جوړوي نو دوی به یې هم جوړه کړي.
د ناټو مشر ینز سټولټېبرګ د پنجشنبې مازیګر په برسلز کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کابل له خوا طالبانو ته د سولې ډېر څرګند وړاندیز شوی دی او هغوی یې باید ومني.
ایمنسټي انټرنیشنل په روسیه تور پورې کړې چې روانه اونۍ کیدونکو صدارتي انتخاباتو نه وړاندې يې د سیاسي فعالانو پرضد سخت ګامونه پورته کړي دي او د هغوی په غیرقانوي نیولو سره يې په منظمه توګه د هغوی حقونه د خپو لاندې کړي دي.
ایران د روسیې د انرژۍ له یو فرم سره د ۷۴۲ میلیونه ډالره لوظنامه لاسلیک کړې ده.
په امریکا کې په لسګونو زره زده کوونکي د احتجاج په توګه له سکولونو راوتلي او د کانګرس د غړیو نه يې د اسلحو پر ضد د سختۍ قانون سازي غوښتنه کړی ده.
بې شکه دې ناروغۍ ما ته له نورو ډېرو خلکو زیات وخت راکړی چې د پوهې تنده ماته کړم او د علم په تکل و اوسم.
نور وښیئ