ایمنسټي انټرنیشنل په روسیه تور پورې کړې چې روانه اونۍ کیدونکو صدارتي انتخاباتو نه وړاندې يې د سیاسي فعالانو پرضد سخت ګامونه پورته کړي دي او د هغوی په غیرقانوي نیولو سره يې په منظمه توګه د هغوی حقونه د خپو لاندې کړي دي.
ایران د روسیې د انرژۍ له یو فرم سره د ۷۴۲ میلیونه ډالره لوظنامه لاسلیک کړې ده.
په امریکا کې په لسګونو زره زده کوونکي د احتجاج په توګه له سکولونو راوتلي او د کانګرس د غړیو نه يې د اسلحو پر ضد د سختۍ قانون سازي غوښتنه کړی ده.
بې شکه دې ناروغۍ ما ته له نورو ډېرو خلکو زیات وخت راکړی چې د پوهې تنده ماته کړم او د علم په تکل و اوسم.
جواد ظريف وويل چې ايران د پاکستان/چين اقتصادي کاريډور هرکلی کوي او د پاکستان ايران ګېس پايپ لاين په منصوبه کې د چين شاملولو ته هم چمتو دی.
واشنګټن خبرداری ورکړی چې که شام، ایران او روس د ملګرو ملتونو لخوا منظورې شوې ۳۰ ورځنۍ ډزبندۍ مبینه سرغړونو ته دوام ورکړ نو امریکا په شام کې د کیمیاوي بریدونو او غېر انساني اذیتونو د خاتمې لپاره ګامونو پورته کولو ته تیاره ده.
یوه نوې څېړنه ښيي چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله پلوري. د محاسبو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په ګرده نړۍ کې د پلورلیو وسلو ۳۴ فیصده ونډه د امریکا ده.
سنا خبري اژانس وايي په الوتکه کې د عملې درې کسان هم سپاره وو چې هغه هم وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي له شمالې کوریا سره د اټومي وسلو د لرې کولو پر یوې معامله کار کوي چې د ټولې نړۍ په ګټه به وي.
په خوست کې به پخوا د سپرلي په نږدې شپو ورځو کې په عامو ځایونو، غونډیو او پارکونو کې یو شمېر حکومتي ادارو او ځینو موسسو نیالګي کېنول، خو سږ کال بیا عامو خلکو او ځوانانو د خپلو کینول شویو نیالګیو د ساتلو او اوبولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د جنوبي کوریا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدو ته راضي شوی دی.
RUSSIA -- Former Russian military intelligence colonel Sergei Skripal attends a hearing at the Moscow District Military Court in Moscow, August 9, 2006
نور وښیئ