واشنګټن خبرداری ورکړی چې که شام، ایران او روس د ملګرو ملتونو لخوا منظورې شوې ۳۰ ورځنۍ ډزبندۍ مبینه سرغړونو ته دوام ورکړ نو امریکا په شام کې د کیمیاوي بریدونو او غېر انساني اذیتونو د خاتمې لپاره ګامونو پورته کولو ته تیاره ده.
یوه نوې څېړنه ښيي چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله پلوري. د محاسبو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په ګرده نړۍ کې د پلورلیو وسلو ۳۴ فیصده ونډه د امریکا ده.
سنا خبري اژانس وايي په الوتکه کې د عملې درې کسان هم سپاره وو چې هغه هم وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي له شمالې کوریا سره د اټومي وسلو د لرې کولو پر یوې معامله کار کوي چې د ټولې نړۍ په ګټه به وي.
په خوست کې به پخوا د سپرلي په نږدې شپو ورځو کې په عامو ځایونو، غونډیو او پارکونو کې یو شمېر حکومتي ادارو او ځینو موسسو نیالګي کېنول، خو سږ کال بیا عامو خلکو او ځوانانو د خپلو کینول شویو نیالګیو د ساتلو او اوبولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د جنوبي کوریا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدو ته راضي شوی دی.
RUSSIA -- Former Russian military intelligence colonel Sergei Skripal attends a hearing at the Moscow District Military Court in Moscow, August 9, 2006
د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډېن کوټس ویلي، په یوه اونۍ کې دننه به پر روس نوي بندېزونه اعلان کړي.
د روس د دفاع وزارت وايي، د دوی یوه مال وړونکې الوتکه په شام کې لوېدلې ده او پکې سپاره ۳۹ کسان وژل شوي دي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي د جنوبي کوریا له استازو سره یې په خلاص زړه خبرې وکړې او هغوي ته یې خپله کلکه اراده څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو بیا یو ځای کولو لپاره خبرې به په تندۍ سره پر مخ بیايي.
د فرانس ولسمشر ایمېنویل میکخوان په خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ټینګار کړی چې په شام کې د ملګرو ملتونو لخوا ۳۰ ورځنۍ ډزبندي بغیر له شک شوبې (شبهې) منل یقیني کړي.
د امریکا دفاع وزرات پنټاګون اسلام اباد په ټينګار سره ورياده کړې چې په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ ضد جګړه يوه مهم پړاو ته رسېدلې او د ترهګرۍ ماتولو لپاره پاکستان بايد له دغه موقعې ګټه واخلي.
نور وښیئ