ترکیې د هالینډي پارلېمان له لوري په ۱۹۱۵ز کال کې د ارمنیانو عامه وژنه د ((نسل وژنې)) په نوم د پېژندو غندنه کړې.
د جرمني پولیس وايي د روس او جرمني غبرګ شهریت لرونکییو ۷۰ کلن زوړ تن يې په دې تور نیولي چې د "سیاسي انګېزې"له مخې یې په چاړه د درو پناه غوښتونکيو د وژلو هڅه کړې.
امریکا وایي، که طالبان غواړي په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي باید له افغان حکومت سره د خبرو لپاره اړیکه ونیسي او وايي چې ...
پاکستاني چارواکي وايي، د امریکا هغه ګام تر درېو میاشتو ځنډول شوی دی چې موخه یې پاکستان د هغو هېوادونو څارلېسټ ته اچول دی چې پر ترهګرو د مالي سرچینو بندولو لپاره کافي ګامونه نه اخلي.
غونډه کې، چې ټاکل شوې يوه اوونۍ دوام ولري، د يادې ادارې د ۲۰۳ بېلا بېلو برخو څه د پاسه ۷۰۰ استازي او همداراز د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او نورو اړونده ادارو نمايندګان ګډون وکړي.
د دواړو هېوادونو چارواکو د خالي په ورځ ویلي، دوی به له افغان حکومت سره د ترهګرۍ او توندروۍ په ختمولو، د نشيي موادو د سمګلنګ په ودرولو او د دغه هېواد د امنیت د پرځای کولو په هڅو کې مرسته کوي.
د حادثې سره مخ شوې دوه ماشینه ATR 72 ټربو الوتکه د ایران د اسمین هوايي شرکت پورې مربوط وه. د هوايي شرکت ویاند محمد تقي طبع طباعي سرکاري رسنیو ته ویلي چې په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې د امریکا پر هغه اقدام اندېښنې پیدا شوي دي چې داسې اشارې یې ورکړي ګواکې دغه هیواد د ترهه ګرۍ تمویلوونکو په څارلسټ کې ورګډول غواړي.
د امریکا په سېنېټ کې د فلورېډا ایالت استازي اېن بي سي نیوز خپرونې ته ویلي، په پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل دي. ځېنې امریکايي رسنۍ وايي، د ژوبلو شمېر ۲۰ دی.
راپورونه وايي، د امریکا هوایي بریدونو په شام کې یو شمېر روسي قراردادي سرتېري وژلي دي.
پر ۲۰۱۷ز کال په سویډن کې د لارۍ په برید کې ککړ کس خپل جرم منلی دی. د رحمت اکیلوف وکیل ویلي، دې ازبکستاني وګړي غوښتل چې د برید له لارې وېره خپره کړي او سویډن د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې پر ضد له اېتلافه وتلو ته اړ کړي.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وايي، د خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره یې، د ټیلیفون له لارې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د شخړې په اړه خبرې کړې دي.
نور وښیئ