روسي چارواکي وايي، د ماسکو په څنډو کې د پرېوتې الوتکې د لټون عملیات د واورې د ورښت او د موسم د خرابوالي له وجې له ستونزو سره مخ دي. دا الوتکه د یکشنبې په ورځ له الوت نه لږه شېبه وروسته پرېوتې وه. چارواکي وايي، اوس د ژغورنې هڅې پای ته رسیدلي، ټول ۷۱ کسان مړه شوي دي.