سپینې ماڼۍ ایراني تېل اخیستونکي ګواښلي چې د دغه هېواد پر تېلو تکیه صفر ته راورسوي ګنې د امریکا ناغو ته مخامخ کړل شي. امریکا اته هېوادونه تر ۱۸۰ورځو پورې د ایران تېل اخیستو ته پرېښي دي.
د ایران ستر مذهبی مشرایت الله علي خامنه يي ویلي، پر ایران د اقتصادي بندیزونو لګولو پرېکړه د امریکا یوه ناکامه هڅه ده.
روسي چارواکې وايي، مسکو د طالبانو د سياسي دفتر پر استازو سربېره د امریکا، هند، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوریتونو استازو ته هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د ازادې اروپا راډیو وايي چې سږکال په یوشمېر هېوادونو کې د دوی ګڼ خبریالان له کړاونو او زور زیاتي سره مخامخ شول او په ځېنو هېوادونو کې د د دوی وېبپاڼې او راډیو ګانې هم بندې کړل شوې.
امريکا وايي پاکستان هغه سختدريځې ډلې سپينې ګرځولي چې د ملګرو ملتونو او امريکا تر بنديز لاندې ډلو کې شامل دي.
متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي دي چې واشنګټن به د سختو او زیاتو بندیزونو له لارې ایران تر فشار لاندې راولي.
سعودي عرب هوکړه کړې چې له اقتصادي کړکېچه د راوتو لپاره به د پاکستان په مرکزي بانک کې درې بیلیونه ډالره ږدي او پر دې هم رضا ښودلې چې پاکستان ته د درېوو کلونو لپاره د درې بیلیونه ډالرو تېل ورکړي او پیسې ترې بیا وروستو واخلي.
د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په ترکیه کې د وژل شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قضیې په اړه د بشپړو توضیحاتو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، دا چې ریاض په لومړي ځل په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجې د مړیني خبر تاید کړ لومړنی ښه پرمختګ دی. خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وینا ، هغه څه چې له خاشقجې سره شوي ، د منلو نه دي.
د بښنې نړېوال سازمان د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونو نیوکې کړې چې له رقه ښاره یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ویستلو لپاره په جګړه کې د ولسي وګړیو د وژنو په منلو او یا هم په مناسبه توګه په پلټنو کې پرله پسې پاتې راغلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژنو کې لاس ولري.
سعودي عرب خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تريتمېدو د قضیې په خاطر پر دغه هېواد لګېږي.
نور وښیئ