د جي ۲۰ په نوم د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه د نومبر پر ۳۰مه د ارجینټینا په بیونس اریس کې پیلېږي.
عبدالصمد خان اڅکزي د کتاب ”زما ژوند او ژوندون“ ډاکټر غلام سرور په اسلام اباد کې د اوکرایني سفارت د یوه ډپلوماټ وسیلي ایواشکو په مرسته او زیار له پښتو ژبې اوکراینۍ ته ژباړلی دی.
د اروپايي ټولنې مشرانو د نومبر پر ۲۵مه، له یادې ټولنې د برتانیا د وتلو یا برېګزېټ د دوو مهم سندونو منظوري ورکړه. ټاکل شوې چې برتانیا به په راروان کال کې د اروپايي ټولنې سره رسما خدای پاماني وکړي.
د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونلډ توسک وايي، بریتانیا او ټولنه په اصولي توګه د راتلونکي تعلق پر اعلامیه سلا شوي او کېدای شي چې د ټولنې په سرمشریزه کې منظوره شي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په تېره میاشت کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي پر وژنه د نړیوالو د غندنې باوجود له سعودي عرب سره د یو اتحادي هېواد د پاتې کېدو ژمنه کړې ده.
د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره - سي ای اې - دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان په ترکي کې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و.
امریکا هغو ۱۷ سعودي وګړیو باندې اقتصادي بندیزونه لګولي دي چې په مبینه ډول د سعودي خبریال جمال خاشوقجي له وژنې سره تړاو لري.
د پېسو نړیوال صندوق دا هم وایي، دا پر ایران د امریکايي بندیزونو د بیا عملي کولو اثرات ښايي او ممکنه ده په راروانو دوو کالونو کې د ایران د تېلو پېداوار او په برامداتو کې هم کمی راشي.
د بي بي مېړه عاشق مسیح له اېټالوي حکومته هم د پناه غوښتنه کړې. روم وايي، پر دې موضوع یې له اسلام اباد سره مشورې پیل کړې دي.
امریکا د ماسکو خلاف په اوکراین کې د جارحیت په سر نوي بندېزونه لګولي دي.
د پولینډ دفاع وزارت وايي چې د اناکونډا په نوم دا پوځي مشقونه له دې وړاندې په دغه هېواد کې نه دي ترسره شوي.
د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې ښيي چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې اکثریت تر لاسه کړی او رېپبلېکنانو پر سېنېټ خپل کنټرول پر ځای ساتلی.
نور وښیئ